د افغانستان ولسمشر چې د ویډیوکنفرانس له لارې یې په دې غونډه کې ګډون درلود، طالبان تورن کړل چې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سولې د خبرو د بریا لپاره پر طالبانو د بندیزونه ولګوي.
اشرف غني په خپله وینا کې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او لاسته راوړنو هم یادونه کړې ده.
طالبانو په دې ډلې باندې د بندیزونو د پلي کولو لپاره د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون تردې دمه څه نه دي ویلي.
پښتو راډیو