IQNA

په نیوجرسي کې به نوې جومات جوړ شي

18:59 - December 01, 2020
د خبر لمبر: 3483863
تهران (ایکنا) - د نیوجرسي مسلمانانو فدراسیون له پیښو وروستو په جرزي سیټي کې د نوې جومات جوړولو خبر ورکړ.

د نیوجرسي د مسلمانانو فدراسیون کومه چې په نیوجرسي کې میشته یو غیر اسلامي موسسه ده، د دې ښار په مرکز کې د منارې، یو ګنبد او په دوه چتونو کې د نوې جومات د جوړولو پيل وکړ.
د ودانۍ په دې پروژه کې یوشمیر پلورنځي او له ملکیت سره نږدې ۶۲ پارکینګ ځایونه، چې له فدارسیون مسلمانانو پورې اړه لري هم پراختیا پیدا کړي.
د نیوجرسي د مسلمانانو د فدراسیون مشر ارشد چاتا وویل: د مسلمانانو ټولنه د ودې په لور روانه ده. نوځکه مونږ د عبادتي مراسمو لپاره ستر ځای ته اړتیا لرو. لکه څنګه چې دا یو مذهبي ځای دې، باید ښکلې او د پام وړ لید ولري.
دا پروژه په جرزي کې د مسلمانانو د ټولنې د ودې کولو په اړه یو سند دی.
چاتا دې ته په اشارې سره چې د ۱۹۸۰ کال له لسیزې په دې ښار کې د خپلې دندې ترلاسه کولو له وخته، د دې ښار د مسلمانانو شمیر درې چنده زیات شوې وویل: هغه وخت به مسلمانانو کورنیو پنځه وخته لمونځ په جمع د دیو بل په کورونو کې ترسره کولو.
3938491

captcha