
د لبنان د حزب الله د رسنیو او اړیکو برخې، د دې هیواد د تیر وزیر ادعا او دروغ او هغه خبرې چې هغه له حزب الله مشر ته منسوب کړې په جدي توګه رد کړې دي.
د لبنان د حزب الله د رسنیو او اړیکو برخې په بیانیه کې راغلي: د حزب الله مشر سید حسن نصر الله هیڅکله دارنګه خبرې له احمد فتفت سره نه دي کړې،، نو د هغه ټولې دعوې جعلي او له اساسه دروغ دي.
فتفت له نداء الوطن سره په مرکه ادعا کړې وه چې سید حسن نصر الله هغه ته ویلې و چې حزب الله اطلاعاتي او امنیتي ادارې په اختیار کې لري چې د لبنان په اړه له هر څه خبر دي.
د حزب الله د رسنیو او اړیکو برخې ټینګار وکړ چې فتفت له دې خبرو سره په بیلابیلو کچو او ابعادو کې د حزب الله د تورونو هڅه کړې ده.
3939725