
د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر استازو د دغه هیواد د معارفو (ښوونې او روزنې) د وزارت په جوړښت کښې د اسلامي تعلیماتو د معاونت د احیا کیدو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې دغو استازو هم داشان جوماتو ته د ښوونځیو له اول نه تر دریم کلاس د منتقلولو په هکله د دغه وزارت له طرحې سره هم خپل مخالفت اعلان کړ.
د ښوونې او روزنې د وزارت له جوړښته د اسلامي تعلیماتو د معاونت خذفیدو په دې وروستیو کښې په سوشل میډیا کښې ډیر غبرګونونه راوپارول خو دغه وزارت ویلي دي چې دغه معاونت نه دی حذف شوی..
تهران راډیو