پرون به الاقصی جومات کې د جمعې لمونځ له سختو امنیتي تدابیرو او صهیونیسټانو خنډنو او جوماتونو ته د هغوي د مخنیوي سره، د الاقصی جومات د خطیب شیخ محمد سرندح په امامتۍ کې او د زرګونو فلسطینیانو په شتون کې ترسره شو.
دا په داسې حال کې دي چې نیواکګرو د لویدیځې غاړې لمونځ کونکو الاقصی جومات ته د تللو مخنیوۍ وکړ.
په داسې حال کې، لسګونو فلسطینیانو د ۸۶ کورنیو له کورونو ویستلو وروستو د صهینونیسټو په خلاف لاریون وکړ او د جمعې لمونځ یې د مسجد الاقصی جومات په جنوب کې د سلوان کلې په بطن الهوي کوڅې کې ترسره کړ.