IQNA

ایران د افغانستان د ادبي فعال د وفات کیدو تسلیت ووایه

10:54 - December 12, 2020
د خبر لمبر: 3483897
تهران (ایکنا) - د ایران د خارجه وزارت ویاند د افغانستان د فارسۍ د استاد او ادبي فعال ارواښاد رهنوَرد زریاب د مړینې په وجه تسلیت ویلې دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند د افغانستان د فارسۍ د استاد او ادبي فعال ارواښاد رهنوَرد زریاب د مړینې په وجه تسلیت ویلې دی
سعید خطیب زاده په ټولنیزه شبکه کښې د افغانستان د تکړه ادبي فعال او د فارسۍ ژبې د استاد رهنور زریاب د وفات کیدو په تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ: باوري یم چې د فارسۍ ژبې په پراخه ساحه کښې به نور زریابان راپورته شي او په خپلو آثارو سره به د هغه لارې ته دوام ورکړي.
هغه لیکلي چې د ګلنار او آیینه د لیکونکي مړینې د فارسۍ ژبې ټول مینه وال ویرجن کړي دي، استاد رهنورد په خپل کابو څلویښت کلن ادبي فعالیت کښې په تیره بیا د داستان او ناول په برخه کښې ډیر آثار لیکلي دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په خپل پيغام کښې د فارسي ژبې مینه والو او په تیره بیا د دغه قدرمن استاد کورنۍ او د افغانستان ولس ته تسلیت او تعزیت ویلی دی.
تهران راډیو
captcha