IQNA

د خواف-هرات د ریل لارې افتتاح د افغانستان او پاکستان په رسنیو کښې پراخ انعکاس وموند

11:06 - December 12, 2020
د خبر لمبر: 3483899
تهران (ایکنا) - د خواف-هرات ترمینځ د پټلۍ پرانستې د پاکستان او افغانستان په کورنیو ټولنو او رسنیو کښې هم په پراخه توګه انعکاس او کوریج موندلې دی
د خواف-هرات ترمینځ د پټلۍ پرانستې د پاکستان او افغانستان په کورنیو ټولنو او رسنیو کښې هم په پراخه توګه انعکاس او کوریج موندلې دی
ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون په یو رپورټ کښې ولیکل: د خواف-هرات د ریل پټلۍ د بشپړیدو او ګتې ته د سپارل کیدو دستورې د افغانستان د لیوالو خلکو په ستر ټول کښې ترسره شوې.
مختلفو پاکستاني ورځپاڼو د خواف-هرات د ریل لارې د پرانیستې په دستورو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر هغه څرګندونې هم راخیستې دي چې ویلې یې وو: ایران له ایټمي موافقې له وتلو وروسته د ټرمپ د حکومت له خوا له لګیدلو بندیزونو سره سره وتوانیده چې دغه پټلۍ جوړه او بشپړه کړي.
دې خبر د افغانستان په رسنیو کښې هم په پراخه توګه انعکاس لرلې دی.
طلوع نیوز چینل د هرات د والي سید وحید قتالي څرګندونو ته په اشارې سره ولیکل: د دې ریل لارې افتتاح لږترلږه د هغو شپږو لاکو بې روزګاره ځوانانو لپاره چې یوازې په هرات ښار کښې اوسیږي، هیله مندونکې ده او د صادراتو د زیاتیدو لامل به شي.
دغه رپورټ زیاتوي چې د یادې ریل لارې پرانیستنې د افغان چارواکو خوشالي په ځان پسې درلودله داشان چې د افغانستان ولسمشر د افتتاح په موقع خپلې وینا کښې وویل: دا لاره د ایران او افغانستان د حکومتو او ولسونو لپاره یو ستر ګام او یوه تاریخي ورځ ده.
 تهران راډیو
captcha