IQNA

د کورونا په ورځو کې د نرسانو مبارزه دوی د پخوا په پرتله په ټولو خلکو ګران شول

10:00 - December 21, 2020
د خبر لمبر: 3483914
تهران (ایکنا) - د انقلاب ستر رهبر د حضرت زینب کبرا (ص) او نرس د ورځې د مبارک زېږېدنې کلیزې په مناسبت په یوه تلویزیوني وینا کې د کرونا له کبله او د کرونا د خطر له امله د دوي کار زیات سخت او اندیښمن په بللو سره اشاره وکړه: هغوې په خلکو کښې له مخکې څخه زیات  نور ګران او نور شرافتمند کړل.
هغه حضرت پرون د اسلام د سترې میرمنې حضرت بي بي زینب کبری سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې او د نرسانو د  ورځې په مناسبت د ټیلي ويژن له لارې ژوندۍ وینا کښې ټولو نرسانو ته د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې هغو ګرانو کورنیو ته چې خپل خپلوان یې د کورنا ناروغۍ  په شرایطو کښې مړه شوي دي تسلیت ووایه .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله  العظمی سید علي خامنه اي د بیمار په جسمي ښه کیدا او روحي ارامښت کښې د نرسانو رول ته په اشارې سره وویل د ناروغه کس د جسمي حالت د ښه کولو په زمینه کښې نرس  د ډاکټر  په کار کښې شریک او مرسته کونکی دی او هرڅومره چې ډاکټر ماهر او وسمن وي خو د نرس نشتون ممکنه ده د ناروغه کس جسمي ښه کیدل له مشکل سره مخ کړي .
هغه حضرت جوته کړه نرس د روحي مرستې له نظره هم په یوې مسکا او په یوه (۱) حرکت او له مهربانۍ په ډکې خبرې سره په حقیقت کښې بیمار ته روحیه ورکونکی او د هغه د غم لیری کونکی دی او دا یو(۱) لوړ اسلامي ارزښت دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په کورنا ساري ناروغۍ د ککړیدا د احتمال په دلیل د دغه ناروغۍ په وخت کښې د نرسانو د کار ډیر سختیدا او اضطراب څخه ډک کیدا ته په اشارې سره وویل هغه هڅه چې نرسانو په دې موده کښې وکړه هغوې په خلکو کښې له مخکې څخه زیات  نور ګران او نور شرافتمند کړل .
هغه حضرت د خپلې وینا په دوام کښې د نرسانو له ځان څخه د تیریدا او د زحمتونو په وړاندې د حکومتي چارواکو دندو ته په اشارې سره وویل د نرسانو په کارونو ګمارل ډيرې ضروري او ښه کار دی چې باید په جدیت سره تعقیب شي او  د نرسانو  حالت په دې ډول شي چې هغوې په راحت سره خپل کارونه ترسره کړي او د نرسانو کورنۍ هم د هغوې (نرسانو) په هکله ډاډمنې ووسي .
 3942124
captcha