
ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې له امنیتي او اطلاعاتي ادارونو غوښتنه وکړه چې د وروستي بریدونو چې خلک یې قهر کړې، د عاملینو د نیولو لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان دې لوړ پورې چارواکي د بې ګناه خلکو په وژنې او د هدفي بریدونو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: دغه هدفمند بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د دیموکراسۍ، جمهوریت او بیان د ازادۍ رسا غږ دي او د افغانستان حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.
اشرف غني امنیتي او اطلاعاتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.
تهران راډیو