IQNA

د وروستیو بریدونو عاملینو په پیدا کولو د افغانستان د ولسمشر ټینګار

16:41 - December 28, 2020
د خبر لمبر: 3483940
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر د امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي پېښو عاملین پیدا او مجازات کړي.
ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې له امنیتي او اطلاعاتي ادارونو غوښتنه وکړه چې د وروستي بریدونو چې خلک یې قهر کړې، د عاملینو د نیولو لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان دې لوړ پورې چارواکي د بې ګناه خلکو په وژنې او د هدفي بریدونو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: دغه هدفمند بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د دیموکراسۍ، جمهوریت او بیان د ازادۍ رسا غږ دي او د افغانستان حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.
اشرف غني امنیتي او اطلاعاتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.
تهران راډیو
captcha