
په لبنان کې د حزب الله سرمنشي سید حسن نصرالله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان شهید سردار سلیماني په کلیزه کې وویل: سردار سلیمانی یواځې د ایراني ولس اتل نه و بلکي په اسلامي نړۍ کې د مظلومانو څخه د دفاع اتل و چي نه یواځې د اهل تشیعو لپاره بلکي د ټولو مسلمانانو او حتی عیسویانو لپاره سرشیندنه وکړه.
هغه زیاته کړه: ایران هرکله چي د خپلو ځواکونو او ساینس پوهانو د ټرور د غچ اخیستلو فیصله وکړي نو دښمنانو ته به سخت ځواب ورکړي پرته له دې چي د خپلو ملګرو څخه مرسته وغواړي ځکه چي ایران یو پیاوړی هیواد دی.
تهران راډیو