IQNA

بندیزونه زر تر زره باید لرې شي؛ د بندیزونو له ختمولو پرته برجام ته د امریکې ستنیدل زمونږ په تاوان دي

3:39 - January 09, 2021
د خبر لمبر: 3483972
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د ځینو نورو ژمنو د کمولو لپاره د ایران د پارلیمان فیصله او د حکومت اقدام بیخي صحیح او عقلاني دی، وویل: د بندیزونو له اوجتولو پرته ایټةي موافقې ته د امریکې راستنیدل حتی ممکنه ده چې د هیواد په تاوان هم وي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د ځینو نورو ژمنو د کمولو لپاره د ایران د پارلیمان فیصله او د حکومت اقدام بیخي صحیح او عقلاني دی، وویل: د بندیزونو له اوجتولو پرته ایټةي موافقې ته د امریکې راستنیدل حتی ممکنه ده چې د هیواد په تاوان هم وي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د قم د خلکو د ۱۳۵۶ کال د مرغومي د ۱۹ نیټې د پاڅون د کلیزې په مناسبت په خپلې ټیلیویژني وینا کښې، د یورانیمو د شل فیصده بډایه کولو پیلیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت برجام ایټمي موافقې ته د امریکې په راستنیدو هیڅ ټینګار او بیړه نه لري بلکې زمونږ منطقي غوښتنه د بندیزونو ختمول او د ولس د غصب شوي حق راستنول دي چې دا د امریکې او د هغې په لاره د روانو اروپایانو دنده ده.
دوي څرګنده کړه: که بندیزونه ختم شي نو ایټمي موافقې ته د امریکې ستنیدل معنا لري البته د تاوانونو مسئله به چې زمونږ د غوښتنو برخه ده، په ورپسې پړاونو کښې تعقیب شي خو د بندیزونو له ختمیدو پرته ایټمي موافقې ته د امریکې بیرته راتلل حتی زمونږ د هیواد په تاوان تمامیدې شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د استکبار د ستر بت ګډووډو حالاتو ته په اشارې سره هم زیاته کړه: انتخاباتي شرم، بشري حقوق چې په هرو څو ورځو کښې یې یو تورپوستی امریکايي قرباني کیږي، د امریکې د ادعايي ارزښتونو د ماهیت په ډاګه کیدل چې د دنیا په تیره بیا د امریکې د دوستانو د ملنډو سبب شول، بیکاره او فلج شوی اقتصاد او لسګونه میلیونه بې روزګاره، وږي او بې کوره خلک د امریکې د خرابو حالاتو ښودونکي دي چې البته عجیبه نه ده، خو عجیبه دا ده چې لاهم د ځینو آرزو او قبله، امریکا ده.
حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم داشان د ایران د سیمه ایز شتون معنا او منطق د ایران د اسلامي جمهوریت د دوستانو او پلویانو پیاوړتیا وبلله او ویې ویل: په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شتون ثبات رامینځته کونکې او د ناامنۍ ختمونکې دی لکه څنګه چې په عراق او سوریې کښې دا حقیقت ټولو ولیده، نو په دې وجه دغه شتون جوت دی او باید چې موجود وي او بیا به هم دوام ولري.
دوي نن سبا د ایران د دفاعي قدرت د ځینو نمونو لکه د ایران په هوايي حدودو کښې د امریکې د تیري ګرې الوتکې د نسکولو او یا د عین الاسد اډې د ویجاړولو یادونه وکړه او ویې ویل: دښمن د دې حقیقتونو په وړاندې مجبور دی چې په خپلو محاسباتو او فیصلدو کښې د ایران دفاعي قدرت او توانمنۍ په نظر کښې وساتي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه په دوام کښې ایران ته د امریکايي او انګلیسي واکسن راتلل ممنوع اعلان کړل او ویې ویل: که امریکایان توانیدلي وو چې واکسن جوړ کړي نو په خپل هیواد کښې به یې کرونا دومره تاوان نه و رامینځته کړی چې په یوې ورځې کښې کابو ۴ زره کسان مړه شي، او پر دې سربیره، په هغوي باندې زمونږ له سره باور نشته او دغه واکسن کله کله په نورو ولسونو باندې د ازمایلو لپاره لیږي.
3946372

captcha