IQNA

د بحرین عالمانو د شیخ عاشور د حالت له خبریدو غوښتنه وکړه

5:41 - January 14, 2021
د خبر لمبر: 3483982
تهران (ایکنا) - د بحرین عالمانو په یوه بیانیه کې په دغه هیواد کې بندي شیعه عالم شیخ زهیر عاشور له حالت په اړه زر تر زره د خبریدو غوښتنه وکړه.

د بحرین عالمانو په یوه بیانیه کې په دغه هیواد کې د بندي شیعه عالم شیخ زهیر عاشور د ځای، حالت او برخلیک په اړه زر تر زره د خبرولو غوښتنه وکړه.
د بحرین شیعه عالم شیخ زهیر عاشور چې څه باندې له ۷۰ کالو بندي دی کورنۍ له شپږو میاشتو د هغه له حالاتو بې خبر ده.
د بشري حقوقو فعالان وایي جې شیخ زهیر عاشور د محرم په لسیزې د مذهبي مراسمو د بندیز په خلاف د لاریون او د نه خوړو اعتصاب وروسته، د بحرین په مرکزي زندان جو کې له نورو بندیانو جلا قرنطینه ودانۍ ته انتقال شوی دی.
له هم دې امله او د شیخ عاشور د کورنۍ په بلنه، نن شپه او سبا ، په مجازي شبکو کې د # الشيخ_زهیر_عاشور د هش ټګ سره کمپاین په لاره اچول شوی دی.
3947651

captcha