IQNA

د کابل حکومت او طالبانوترمینځ د خبروسستوالي انديښنې پنځولي

17:01 - January 19, 2021
د خبر لمبر: 3483996
تهران (ایکنا) - د خبرواترو پيچلتیا، د خبرواترو د ایجنډا په برابرولو کې ځنډ او دویجاړونکي جنګ لپاره د دو اړو لورو تیارسي سولې ته رسیدل ګران کړي دي.
د افغانستان د ولسی جرګې مشر او یو شمیراستازو او دغه رازسیاستوالانو او خلکو د کابل د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ په ځنډ او سستوالي چې  له دوو اونیو راهسې د قطر په دوحې کې  پیل شوي اندیښنې څرګندې کړي دي .
د  افغانستان د ولسی جرګې مشرمیررحمان رحماني نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د خبرواترو پيچلتیا، دخبرواترو د ایجنډا په برابرولو کې ځنډ او دویجاړونکي جنګ لپاره  ددواړو لورو تیارسي  سولې ته رسیدل ګران کړي دي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې  دافغانستان ولس  په ډير سټریس سره  د سولې د بهیر  دوام تعقیبوي ، وئيلي دي ، دخبرواترو پيچلتیا، دخبوراترو د موضوعګانو په ترتیبولو کې ځنډ، دجنګ له درولو سره د طالبانو نه ګروهنه ، د داخلی سیاسی اجماع نشتوالي او د هیواد د نجات د ملی پلان په نشتوالي کې د مصالحې د عالی شورا درهبرۍ د کمیټې تیت پرک والي  جدي  چیلنجونه راولاړ کړي دي .هغه د سولې د خبرواترو دهبیر دچټکتیا او داور بند دټينګیدا او دغه راز د تاؤتریخوالي   دکمیدا غوښتنه کړې ده .
همداراز  د افغانستان د ولسی جرګې یوشمیر استازو هم  د حکومت په استازو په نیوکو سره  دوي د شخصي ګټو دتامینولو لپاره  په هڅې تورن کړي دي.د افغانستان د ملی مصاحلې د عالی شورا ویندوي فریدون خوزون  وئيلي دي، د بحث وړ موضوعګانو په لومړیتوب کې د راوستو لپاره موافقه،د مرکچي پلاوي په وړانې یو مهم چیلنج دی حکومتي پلاوی اوربندخپل یو لومړیتوب ګڼي حال دا چې  طالبان د راتلونکي نظام  او دقدرت د ویشلو له څرنګوالي په اړه له بحث سره دلچسپی لري چې یولړ ترینګلتیاوې ئې رامینځةکړي دي . داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو ځيني مسئولانو وئيلي دي طالبان  د شخړې  د سببونو دمعلومولو او ختمولو غوښتونکي دي خو حکومتي لوری  په اوربندپسې دي .
ایرنا خبري آژانس
captcha