
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون سهار د اهل بیت علیهم السلام له یوه ډله مدّاحانو سره په تصویري غونډې کښې د ښځې او مور د مقام او هم داشان د امام خمیني د زوکړې او د فجر د لسیزې په درنښت سره زیاته کړه: په اسلام کښې ښځه او سړی د الهي او انساني ارزښتونو له نظره یولړ توپيرونه لري البته د ګډو دندو ترڅنګ هره ښځه او سړی ځانګړې دندې هم لري هم دا واجه ده چې متعال خدای د هغوي د بدني جوړښت ترکیب د هر یو له ځانګړو دندو سره سم پنځولی دی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي بي بي زهرا او حضرت امام علي علیهم السلام او د هغوي قدرمن اولادونه د یوې اسلامي کورنۍ لوړه بیلګه وبللل چې له ملګرتیا، همدلۍ، اخلاص او مجاهدت څخه په زده کړې او مثال اخیستو سره اسلامي ټولنه اوج ته رسیدې شي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ښځې په هکله د اسلام او د لویدیځ په لیدتوګو کښې بنیادي فرق ته په اشارې سره وویل: ښځې ته د اسلام او د اسلامي ایران نظر د عزت او احترام نظر دی حال دا چې په لویدیځ کښې ورته د اوزار او سامان په توګه کتل کیږي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په دې هکله د لویدیځوالو تبلیغاتو ته په اشارې سره چې اسلام او اسلامي حجاب د ښځې د ودې مخه نیسي، وویل: دا څرګند دروغ دي او د حقیقت د اپوټه والي څرګنده نښه یې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د ښځو حالت دی.
دوي زیاته کړه: په ایران کښې په هیڅ کوم تاریخي پړاؤ کښې تحصیل کړې او په مختلفو ټولنیزو، کلتوري او هنري، علمي، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کښې فعالو میرمنو دومره زیات شتون نه درلود او دا ټول د اسلامي جموریت برکت دی.
3951773