IQNA

13:37 - February 05, 2021
د خبر لمبر: 3484047

په کوئټه کښې د ايراني سرکنسول په کور کښې د ګېس چاودنه

تهران (ایکنا) - د پاکستان په کوئټه ښار کښې د يران د سرکنسول په کور کښې د ګېس چاودنې له امله د کور يوه برخه ويجاړه شوه.

په کوئټه کښې د ايراني سرکنسول په کور کښې د ګېس چاودنه
د ايران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د دفتر د رپوټ له مخې په کوئټه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کنسولګرۍ عمومي تعلقاتو اعلان وکړ، له ګېس هيټر څخه د ګېس چاودنه د ايران د سرکنسول د کور د يوې برخې د ويجاړېدو سبب شوه.
د دغه رپوټ له مخې له نېکه مرغه په دغه چاودنه کښې چا ته د سر تاوان ونه رسېد.
captcha