IQNA

6:50 - February 07, 2021
د خبر لمبر: 3484051

د حماس او اسلامي جهاد یو پلاوي په مسکو کې له ایراني ډیپلوماتانو سره وکتل

تهران (ایکنا) - په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت نن د دوه غورځنګونو، حماس د موسی ابو مرزوق په مشرۍ او اسلامي جهاد د زیاد النخلیه په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه و.

د حماس او اسلامي جهاد یو پلاوي په مسکو کې له ایراني ډیپلوماتانو سره وکتل

د اسلامي مقاومت له غورځنګونو یو پلاوي، حماس د موسی ابو مرزوق په مشرۍ او اسلامي جهاد د زیاد النخلیه په مشرۍ په مسکو کې له ایران سفارت کتنه وکړه او له ایراني ډیپلوماتانو سره یې وکتل.
د حماس پلاوي د دغه غورځنګ په مسکو کې استازې او د سیاسي دفتر غړې زاهر جبارین او د اسلامي جهاد محمد الهندي، ابوالسعید المیناوي او انور ابوظه ته شامل و.
د راپور پر اساس، د ایران د سفارت له لورې په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي او حسین مالکي او څو نورو کسانو شتون لرلو.
په دې کتنه کې د حماس او جهاد اسلامي ګډ پلاوي د فلسطین وروستي سیاسي بدلونو په شمول د راروانو انتخاباتو او د دواړو غورځنګونو به فلسطین کې له ډوه ډله کېدو مخنیوي او همداشان د اسرائیلي نیواکګر او نیولې شوې ځمکو په اړه بحث او څیړنې وکړې.
په مسکو کې د ایران سفیر هم د د فلسطین له مقاومت ملاتړ د ایران ثابت دریځ او په نورو برخو کې شتون باندې ټنیګار وکړ.
3952455

captcha