محمد باقر قالیباف په دې کتنه کې وویل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د روسیې حکومت ته پیغام د دواړو هیوادونو د اړیکو په چوکاټ کې دی.
قالیباف د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ایران او روسیي ترمینځه د اړیکو ژورتیا او پراختیا او د دووه اړخیزه همکاریو باندې ټینګار ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې روسیې ته د هغه د سفر ترټولو مهم هدف، پر دې دریځ ټینګار دی چې د تهران او مسکو اړیکې به د نړیوال بدلونونو ترلاندې تغیر و نکړي.