IQNA

20:17 - February 12, 2021
د خبر لمبر: 3484065
تهران (ایکنا) - د افغانستان عسکرو دغه راز په ارغنداب او میوند ولسوالیو کښې د شپږشپیتو (۶۶) ماینونو په کشفولو سره د مرګوني حملې مخه ونیوله .
د افغانستان دفاع وزارت نن وویل د قندهار ولایت په ارغنداب او میوند ولسوالیو کښې د طالبانو د سنګرونو پرضد د امنیتي ځواکونو په بریدونو کښې د دغه ډلې پینځویشت (۲۵) غړي ووژل شول او څوارلس (۱۴) نور ژوبل شوي او د طالبانو یوشمیر وسلې او مهمات هم تباه شول. د افغانستان عسکرو دغه راز په ارغنداب او میوند ولسوالیو کښې د شپږشپیتو (۶۶) ماینونو په کشفولو سره د مرګوني حملې مخه ونیوله. په تیرو څو ورځو کښې په قندهار ولایت کښې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو ډیرې نښتې شوي دي.
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: