تهران (ایکنا) - د فلسطن جهاد اسلامي غورځنګ د مدیترانه پارلماني اتحادیې په دغه ناسته کې د اسرائیلو د شتون له امله له هغې د الجزایري پلاوي په وتلو ستاینه وکړه.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر غړي نافذ عزام، د مدیترانه سمندري هیوادونو پارلماني اتحادیي په ناسته کې د صهیونیستي رژیم د شتون له امله د الجزایر د پارلماني پلاوي د وتلو له اقدام، ستاینه وکړه.
عزام وویل: شاید د الجزایر ملت او حکومت مونږ ته د داسې اساسي او اصولي دریځ په خپلولو سره عادت را کړی دی. دا الجزایر لخوا د دې مسؤلیت احساس د فلسطین اهمیت روښانه کوي.
هغه زیاته کړه: د اړیکو له عادي کولو په ټولو بڼو او مظاهر سره مقابله، یوه اخلاقي، دیني او عربي وظیفه ده. الجزایر دا دریځ په ازاد او محکم شکل سره خپل کړې دی.
د مدیترانه پارلیماني غونډې په ناسته کې د الجزایر درې غړو پرون له خپل تقریر وروستو له دې ناستې د صهیونیسټي رژیم د شتون له امله انصراف ورکړ او غونډه یې پرېښودله.
3953821