IQNA

د څوارلسم فروري پاڅون د لسمې کلیزې په درشل کې د بحرین د خلکو لاریون + عکسونه

7:06 - February 14, 2021
د خبر لمبر: 3484069
تهران (ایکنا) - بحرینیانو د خپلو اعتراضاتو په دوام کې د ۲۰۱۱کال د فرورۍ د ۱۴ پاڅون د لسمې کلیزې په مناسبت په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه ترسره کړل.

الوفاق اسلامي جمعیت په ټویټر کې ویلې دي چې د بحرین خلکو په بیلابیلو سیمو کې د لاریون پیل کولو سره، یو ځل بیا د آل خلیفه رژیم له تاوتریخوالي ډک سیاست وغندلو.
دا لاریون چې د بحرین څوارلسمې فروري د خلکو د پاڅون د لسمې کلیزه په مناسبت ترسره شو. پر له پسې له څو ورځو ترسره کېږي.
دا لاریون د میلادي فروري میاشتې له پيل په مجازي فضا کې له #ثبات_حتی_النصر_۱۰»(ثبات او ودریدل تر بریالیتوب)هیشټګ سره سم هره ورځي ترسره کېږي.
د آل خلیفه رژیم مخالفین له ۲۰۱۱ کال د فروری له ۱۴ تر اوسه تل د رژیم تیري کونکو سیاستونو په خلاف سوله ایز لاریونونه کړې دي. خو هر ځل له فوجي مخنیوي او تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

3953819

captcha