IQNA

د ۱۳۵۶ هجري لمریز کال د تاریخي پاڅون په کلیزه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود څرګندونې

6:58 - February 19, 2021
د خبر لمبر: 3484087
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د دیارلس سوه شپږپنځوسم (۱۳۵۶) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نهویشتمه(۲۹) نیټه د تاریخي او د نه هیریدونکي پاڅون د کلیزې په مناسبت د تبریز له یوشمیر خلکو سره په تصویري ارتباط کښې د اسلامي انقلاب سترې بریاوې بیان کړې .
هغه حضرت په دغه ویډیو کانفرنس کښې د سلطې  د نظام له  رودو  سره د ایران د ملت د مخالفت په علت د سلطه ګرو هیوادونو د دوښمنۍ دوام ته په اشارې سره وویل البته دوې خپلې دسیسې او ضدیتونه د بشري حقوقو ، د اسلامي مقرراتو ، اټومي او توغندوي پروګرام او د نورو سیمه ییزو مسائیلو او چارو په شمول په بیلابیلو پلمو سره اعمالوي خو باید پام وکړو چې دغه مسائیل یوازې پلمه ده .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د مستکبرانو د دوښمنۍ دوام ته په اشارې سره وویل د ایران ملت د دغو یرغلونو په مقابل کښې د بریالیتوب لپاره دوو(۲) شیانو ته اړتیا لري د هویتي عناصرو استحکام او د داخلي قدرت زیاتول .
د اسلامي انقلاب د بریاو په بیانولو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د نن ورځې څرګندونې له بیلابیلو اړخونو   ډیر مهم  او ارزښمن ټکي لري .
یو(۱) مهم ټکی چې په دغو څرګندونو کښې ورباندې ټینګار وشو د دوښمن پیژندنې او د غلیمانه اقداماتو د ماهیت د مهمې مسلې بیا یادونه ده چې د پوځي ، سیاسي ، امنیتي او د اقتصاد په شمول په پیلابیلو چوکاټونو او بڼو او حتی د انقلابي ارزښتونو د کمزوري کولول لپاره د نرم جنګ په چوکاټ او د انقلاب د لارې په دوام کښې د زړه نه زړه او د شک  د رامینځته کولو په شکل کښې راڅرګند شي .
له دې نظره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ننۍ وینا له دوو (۲) اړخونو سټراټیژیک اهمیت لري .
لومړۍ دا چې د پرتمینه راتلونکي د جوړولو لپاره د مخ په وړاندې حرکت په لاره کښې د سختیانو او د دباونو په مقابل کښې د دریدا او د مقاومت  اهمیت وښيي.
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي  په ننیو څرګندونو کښې د سټراټیژیک اهمیت وړ دوهم (۲)اړخ د انقلاب د ارزښتونو او د ملت د حقیقي اقتدار د مولفو او د عناصرو په ساتلو ټینګار دی .
د مشر تابه ستر مقام  ولسواکۍ او په خپل برخلیک باندې واکمنۍ د اسلامي انقلاب یوه(۱) بریا وبلله او د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې سره یې انتخابات د هیواد لپاره ډیر ستر فرصت وباله او ویې ویل البته د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفان نه غواړي نظام له دغه مهم فرصت او ظرفیت څخه د هیواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړي خو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلکو انقلابي او له ولولې ډک ګډون د هیواد د امنیت ، د دوښمانانو د شاته د تمبولو او د هغوې د طمعې د کمیدا سبب کیږي او پردې اساس باید دغه فرصت له لاسه ورنکړو .
د ایران اسلامي جمهوري نظام د نرم قدرت په توګه په خلکو باندې د تکیې د اصل په ګرځولو سره د دوښمانانو په وړاندې ولاړ دی او د دغه ځانګړتیا په ساتلو او دوام سره له زیاتو ګواښونو او دسیسو تیر شوی دی .
البته دغه ګواښونه همماغه راز شته او د دوښمانانو نهايي هدف له داخل څخه د ایران د نظام کمزوري کول دي .
په دې لړ کښې د ایران دفاعي قدرت د ایران د اسلامي انقلاب په بریاو کښې یوه (۱)مهمه ځانګړنه ده .
واضح خبره ده چې د ایران پوځي اقتدار او توان د دوښمانو په سترګو کښې ازغی او د ګواښونو په مقابل کښې یو(۱) خنډ دی .
په همدې علت دوښمانانو په پرله پسې ډول هڅه کړي ده په بایکاټ ، ګواښ او ټرور او د زیات دباو د راوستلو په  سیاست او رواني جنګ او د ایران د دفاعي او د توغندوي قدرت په هکله له چټي ادعاګانو په استفادې سره د ایران جمهوري نظام په کمزوري او انفعالي دریځ کښې ورولي .
په همدې ټکي باندې ټینګار سره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د نن ورځې وینا د اټومي تړون په هکله خبرو سره پاې ته ورسیده .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظی سید علي خامنه اي  د اټومي تړون په هکله خپلو وروستیو څرګندونو او د نظام د سیاستونو بیانولو ته په اشارې سره وویل د اټومي موافقې په هکله یوشمیر خبرې کیږي او ژمنې ورکول کیږي او مونږ خبرې او ښې ژمنې چې د هغوې خلاف ورزۍ کیږي او د هغو پرضد عمل کیږي ډیرې واوریدلې پر دې اساس دغه خبرې او ژمنې هیڅ ګټه نلري او دا ځل یوازې عمل مهم دی .
هغه حضرت ټینګار وکړ که چیرې د مقابل لوري عمل ووینو مونږ به هم عمل وکړو او دا ځل به د ایران اسلامي جمهوریت په حرف او وعدې سره قانع نشي .
د ایران د اسلامي انقلاب د  ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي ننۍ وینا په حقیقت کښې د ډاډمنه راتلونکي په لور د ایران د ملت د حرکت لاره ښيي .
دغه لاره روښانه هدفونه لري چې په خپلواکۍ ، په داخلي وسونو او په عین حال کښې د دوښمانانو د دوکه ورکونکو سیاستونو په وړاندې د هوښیارۍ پراساس ولاړ دی.
captcha