دایکنا دخبري آژانس په راپور: شیخ سعیدمحمد نورپه سودان کی له پخوانیوقاریانوڅخه دی ، هغه ښه آوازاوله احساس نه ډک لحن او صوت درلود .اوډیر مینه وال یی ځان ته جذب کړی وو.
د هغه غمجن صوت مشهور و اوپه یوداسي حیرانونکی ډول قرآن یی لوستل چی دآوریدونکی اوشکې یی بهیدلې. دغه سودانی قاری په قاهره کی د(شبرا) په سیمه کی د(خازندار) په جومات کی قران لوستل هغه په ډیر عادي ژوند غوړه کړی وو.
هغه مهال چی شیخ سعید قرآن لوستل دمصرخلک په سړکونو کی دریدل اودهغه آوازته غوږنیول.
شیخ سعید دمصردمشهوروقاریانوپه ټولی لکه شیخ علی محمود اومحمد رفعت ًدقران شریف تلاوت کول اودمحمدرفعت
آوازیی ډیرخوښول اوددغه مصري قاري تلاوتونوته ترجیح ورکول .
دغه سودانی قاري د اتیایمی هجري د لسیزي په پیل کی له مصرڅخه کویټ ته هجرت وکړ.اوپه هیواد کې دقرآن راډیودهغه تلاوتونه ضبظ کړ.هغه په تلاوت کی غمجن ځانګړی روده درلوده. ډیروکسانوهڅه وکړل چې دهغه له سټایل څخه تقلیدوکړی خو ونتوانیدلو.