IQNA

په پاکستان کې د یو ویجاړ شوې جومات بیا روغونه

8:50 - March 12, 2021
د خبر لمبر: 3484150
تهران(ایکنا) - په پاکستان کې یو جومات چې د زلزلې له امله ویجاړ شوې و، د ترکې د هلال احمر په همکارۍ سره بیا جوړ او پرانیستا یې وشوه.

دا جومات ۱۲۰ کلن جومات په ۲۰۱۷ کال کې د زلزلې له امله ویجاړ شوې و.
دا جومات د پنجاب ولایت په هوکران چک کلې کې واقع دی.
د ترکیې د هلال احمر مشر حسین جان په یو ګاونډي او ورورولی هیواد کې د دې جومات د پرانیستا په مراسمو کې دا یو لوې ویاړ وبللو.
هغه هم داشان آناتولي ته ویول: حضرت ابراهیم علیه السلام جومات په ۱۹۰۱ کال کې جوړې شوې و او په ۲۰۱۷ کال کې د زلزلې له امله ویجاړ شو. د دې جومات د بیا جوړلو کار د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشته کې پيل شو خو د کرونا د وبا له امله یې شپږ میاشتې وخت واخیستو.
دا جومات په ۴۰۰ متر مربع کې جوړ شوې او له ۷۵۰ لمونځ کونکو زیات ځای لري.

captcha