د سوډان د اوقاف وزیر نصر الدین مفرح، د دې هیواد د اسلامي چارو د سترې شورا په یوې دیرشمې غونډه کې «کلتورونو او دینونو ترمینځه خبرې» تر عنوان لاندې په خپله ویناکې وویل: سوله، امنیت او آرامښت یواځې په هغه هیوادونو کې شتون لري چې ترمینځه خبرې او اترې شتون لري. خدای له شیطان او کافرانو سره هم خبرې کړې دي او زمونږ دین له دینونو او کلتورونو درناوي کوي.
هغه زیاته کړه: د اسلام د دین سرچینه سوله او ګډ ژوند دی او دا د ټولې نړۍ لپاره یو نړیوال ماموریت ګڼل کېږي.
د سوډان د اوقاف وزیر په دوام کې وویل: مونږ ټول باید د نفرت، افراط ګرۍ او تعصب په ورړاندې ودریږو او د ملبغانو او نصیحت کونکو او عالمانو او ځوانانو په دې اړه ترټولو مهمه دنده لري.
هغه په پای کې وویل: د اسلام د دین تبلیغ هغه وخت چې له ځوانانو ترسره کېږي. ګټه ور به وي ترڅو له دې سره بیره چې د ښځو ستونزو ته هم پام وکړي. ځکه چې دوي د بچو روزنه کوي او ښځو ته د پام کول به په ټولنه کې د آرامښت او ثبات لومړۍ ګام وي.
3959569