IQNA

پاپ د سوریې د بیارغونې لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه

8:47 - March 15, 2021
د خبر لمبر: 3484162
تهران (ایکنا) - د سوریې د کړکیچ د پیل په لسمې کلیزې کې په درشل د واتیکان مشر فرانسس پاپ په ویجاړونکې جګړه خواشیني څرګنده کړه او د سوریې کړکېچ له ټولو خواو یې غوښته وکړه چې سولې ته راشي او د ځمکې د بیارغونې لپاره یی د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

نن یکشنبې پاپ له دعا وروستو یو ځل بیا د خپګان په څرګندولو سره د سوریې د خلکو ویجاړونکې کورنۍ جګړې او د هغې ویجاړونکې پایلې ته په اشارې سره وویل: زمونږ په وخت کې د سوریې کورنۍ جنګ له انساني ناورینو دی او د یو شمیر نامعلومو وژنه او ټپي کېدل، بې کوره کیدل او د میلیونو ښاریزو مهاجرت، د زرګونو کسانو ورکیدل، تاوتریخوالی او ستونزې لري او د ټولو خلکو لپاره په تیره په تاوان لرونکو کې د ښځو او ماشومانو لپاره د خواشینې لامل شوې ده.
د کاتولیک نړۍ لارښود د سورېی د کورنې جنګ لس کالو وروسته دا فرصت په دغه هیواد کې د سولې او آرامښت لپاره غنیمت شمیرلې دی.
د ۲۰۱۱ کال له مارج وروستو په سوریې کې جنګ پيل شوې دی او تر ننه په زرګونو خلک د دې قرباني او په میلیونونو کډوال شوې دي.
پاپ د جنګ له ټولو خواو د جنګ ته پای ورکولو او د دې هیواد د ټولو ستړو خلکو لپاره د ښه نیت او روښانه راتلونکي غوښتنه وکړه.
3959716

captcha