IQNA

د اسلامي نړۍ د عالمانو اتحادیه: له عمران خان د اقلیتی مسلمانانو په ملاتړ مننه وکړه

13:23 - March 16, 2021
د خبر لمبر: 3484168
تهران (ایکنا) - د اسلامي نړۍ د عالمانو اتحادیي د پاکستان له لومړي وزیر د مستضعف ملتونو او مسلمانان اقلیتونو په حمایت کې دریځ له امله د هغه مننه وکړه.

د اسلامي نړۍ د عالمانو اتحادیې د احمد الریسوني په مشرۍ کې په یو لیک کې د پاکستان له لومړي ولسمشر عمران خان د کشمیر او فلسطین په شمول د نورو مستضعف ملتونو او اقلیتی مسلمانانو د ملاتړ له امله له هغه مننه وکړه.
په دې لیک کې راغلې دي: په سریلانکا کې د مسلمانانو له وژنې او سپکاوۍ او د کرونا له امله د مړو سوځولو د مخنیوی لپاره د عمران خان هڅې د ستاینې وړ دي.
تر څه مودې مخکې په سری لانکا کې د مسلمانانو کرونایی قربانیانو مړې به د دغه هیواد د داخلي سیاستونو له کبله، د کورنۍ له مخالف پرته سوځولول.
عمران خان په لسم فروري د سریلانکا د لومړي وزیر ماهیندا راجاپاکسه له اقدام مخکې مسلمانانو ته د مړو دفن کولو اجازت استقبال کړې و.
د سریلانکا د حکومت لخوا د کرونا مړي د سوځولو اجبار په نړیواله توګه لوې نیوکې را مینځته کړې دي. مسلمانانو په سریلانکا کې د حکومت لخوا د مړو د دفن مخنیوی په سختۍ سره غندلې دی.
3959962

captcha