IQNA

15:42 - March 18, 2021
د خبر لمبر: 3484179

په کابل کې نن سهار چاودنه ۱۴ مړه او ټپیان

تهران (ایکنا) - د افغانستان پلازمینې په کابل ښار کې یو کاسټر ډوله موټر نن سهار له چاودنې سره مخ شو چې په دغه چاودنه کې ۱۴ مړه او نور ټپیان شول.

په کابل کې نن سهار چاودنه ۱۴ مړه او ټپیان

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه نن سهار ۷:۲۰ دقیقې د کابل ښار ۱۷مې امنیتې حوزې اړوند د خیرخانې کوتل سیمه کې پر یو کاسټر موټر چاودنه شوې چې ۱۴تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرامرز په خبره، د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي او ۱۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.
تر اوس د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
ویل کېږي کاسټر موټر د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت پورې تړاو لري، دا په روانه اونۍ کې د وسلوالو طالبانو دوېیمه چاودنه ده چې د دغه وزارت د مامورینو پر موټر یې تر سره کوي.
په روانه اونۍ کې دا دویم ځل دی چې د مخابراتو وزارت د مامورینو د حملې په موټر باندې د ماین چاودنه کېږي. د دوشنبې په ورځ هم د دغه وزارت اړوند کاسټر موټر باندې د کابل په دهن باغ سیمه کې د ماین چاودنه وشوه چې په کې څلور تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

3960492

captcha