د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه نن سهار ۷:۲۰ دقیقې د کابل ښار ۱۷مې امنیتې حوزې اړوند د خیرخانې کوتل سیمه کې پر یو کاسټر موټر چاودنه شوې چې ۱۴تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرامرز په خبره، د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي او ۱۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.
تر اوس د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
ویل کېږي کاسټر موټر د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت پورې تړاو لري، دا په روانه اونۍ کې د وسلوالو طالبانو دوېیمه چاودنه ده چې د دغه وزارت د مامورینو پر موټر یې تر سره کوي.
په روانه اونۍ کې دا دویم ځل دی چې د مخابراتو وزارت د مامورینو د حملې په موټر باندې د ماین چاودنه کېږي. د دوشنبې په ورځ هم د دغه وزارت اړوند کاسټر موټر باندې د کابل په دهن باغ سیمه کې د ماین چاودنه وشوه چې په کې څلور تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.