IQNA

13:13 - March 21, 2021
د خبر لمبر: 3484187
تهران (ایکنا) - په ننګرهار کې د نوي کال په لومړۍ ورځ کې پنځه پرلپسې چاودنې وشوې چي د امله یې یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان وایي، لومړۍ چاودنه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې په کثافت دانۍ کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځته شوې، چې یو تن ملکي وګړی یې ټپي کړی دی.

فرید خان زياتوي، دویمه چاودنه بیا د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې، چې د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی یې وژلی او بل ملکي تن یې ټپي کړی دی.

هغه وایې، درې نورې چاودنې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

تراوسه د یادو چاودنو مسولیت چا نه دی منلی

د ننګرهار د ولایت ځینې سیمې د داعش او ځینې د طالبانو په واک کې دي چي د امریکایي ځواکونو په شتون سره یې ناامنۍ څو چنده شوي دي.

parstoday.com/ps

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: