تهران (ایکنا) - د نوې کال د پيل په درشل، نړیوال پیژندل شوي قاریانو، د قراني پروژې "په نوي فصل کې د پسرلي آیتونو غږ" کې چې د ایکنا په نوښت سره ترسره شو، برخه واخیسته، او د وحی د سپیڅلي آیتونو څخه یې خوندور عبارتونه د طبیعت او ژوند سره مینه کونکو ته د قرآن د آیتونو ډالۍ وړاندې کړې.

په دې ویډیو کې د امام حسین علیه السلام د حرم مشهور قاري او موذن لخوا د انعام سورت ۱۴۱ آیت تلاوت وړاندې کېږي.
آیت او ژباړه
«وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِين»
او دى همغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې(ځينې) په خپلو كې یو شان وي او ځينې غیر مُشابه هم وي، تاسو د هغو(ونو) له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغهٔ حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي.