IQNA

د پاکستان په جوماتونو کې د له افطار تر سهار د قرآن کریم د تلاوت طرحه

16:11 - March 31, 2021
د خبر لمبر: 3484204
تهران (ایکنا) - د پاکستان د مذهبی چارو وزیر خبر ورکړ د رمضان په میاشت کې د دې هیواد په جوماتونو کې به د دې هیواد مشهور قاریان له افطار وروستو تر سهار پورې د قرآن کریم تلاوت کوي.

نورالحق قادري، د پاکستان د مذهبی چارو مشر خبر ورکړ د رمضان په میاشته کې به د دې هیواد د ټولو جوماتونو دروازې به د کوویډ ۱۹ د مخنیوۍ په اصولو سختۍ سره په عمل خلاصې وي.
هغه د حفظ او قرائت سیالو په مراسمو کې پخپله وینا کې مومنانو ته سپارښتنه وکړه چې دوي د عبادت په وخت د روغتیایی اقداماتو خیال وساتې. هغه وویل چې مومنان دې په جوماتونون کې د تیرو کلونو په شان سږ کال هم ډیر خیال وساتي.
قادري زیاته کړه: د کویډ ۱۹ په خلاف روغتیایی اقدامات په وروستي کال کې ترسره شوې و او سږ کال به هم په ټولو جوماتونو کې دا اقدامات ترسره شي. سږ کال به بیا د ټولو جوماتونو دروازې خلاصې وي او د روغتیایی اقداماتو په ساتنې سره به مومنان په کې ګډون کوي.
هغه په دوام کې وویل: د پاکستان حکومت د سعودي عرب د ځواب په تمه دی چې د حج تړون لاس لیک شي او د سعودي حکومت لخوا د حج لپاره اشاره شنه شي.
قادري وویل چې باید په هیواد کې د قرآن کریم کلتور پرمختګ وکړي او له کرونا ناروغۍ وروستو د مصر او نورو هیوادونو قاریان به پاکستان ته وبلل شي.
3961776

captcha