IQNA

نعیم قاسم: د کابینې جوړول د حزب الله یوه بیړنۍ غوښتنه ده

9:04 - April 01, 2021
د خبر لمبر: 3484208
تهران (ایکنا) - په لبنان کې د حزب الله د عمومي منشي مرستیال، د ایران د اسلامي مذهبونو نږدیکت ټولنې له مشر سره په کتنه کې د لبنان د کابینې جوړیدل د حزب الله او لبنان د خلکو بیړنۍ غوښتنه وبلله.

شیخ نعیم قاسم د اسلامي مذهبونو د نږدیکت نړیوالې ټولنې له مشر حجت الاسلام حمید شهریاري سره په کتنه کې چې په لبنان کې د ایران کلتوري سلاکار عباس خامه یار په شتون تر سره شوه، وویل: د اسلامی مذهبونو نږدیکت د تفرقې مبلغانو، تکفیریانو او ترهګرۍ ته کلتوري او میداني ځواب دی او دا به د امریکې او اسرائیلو پلانونه شنډ کړي چې غواړي اسلامي هیوادونه وویشي او فرقه یي او مذهبي شخړې ته لمن ووهي.
هغه زیاته کړه: "حزب الله تل د خبرو او همکارۍ هڅه کړې او د لبنان د خلکو کمپاس ته یې د هیواد او ملت د دښمنانو سره د مقابلې په لور لارښوونه کړې."
د حزب اسلامي د عمومي منشي مرستیال څرګنده کړه: "نن ورځ ، موږ هڅه کوو چې داسې یو حکومت جوړ کړو چې په کې مخلص خلک په ګډه کار وکړي ترڅو زموږ هیواد له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو وژغوري."
هغه ټینګار وکړ: "د لبنان د کابینې د جوړولو مسله د حزب الله او ټولو لبناني خلکو ډیره بیړنۍ غوښتنه ده، او موږ باید د داسې حلونو په موندلو کې مایوسه نشو چې ژر تر ژره حکومت جوړیدو ته نظرونه نږدې کړي."
3961957

captcha