"د عراق په دیاله ولایت کې د مسلمانو عالمانو د اتحادیې مشر جبار المعمري رسنیو ته وویل: عراقیانو د تکفیري ایډیالوژۍ ته چې په مذهبي مرکزونو واک لري، خورا لوی قیمت ورکوي او په تیرو ۱۸ کلونو کې د عراقیانو په خلاف د ۲۵۰۰ تکفیري فتواونو صادر کړي، چې په پایله کې یې د لسګونه زره بې ګناه ملکي وګړو خپل وژند له لاسه ورکړی".
هغه وویل: هغه حقیقت چې ممکنه ده د نړۍ عمومي افکار ترې بې خبره وي دا دی چې له ۲۰۰۳ کال وروستو تر اوسه له ۵ زره نه زیات سعودي انتحاري د عراق په خلکو چاودنه کړې ده.
د دیالا د مسلمانو عالمانو د اتحادیې مشر وویل: عراق حق لري چې د قربانیانو لپاره د مالي تاوان غوښتنه وکړي چې د سعودی د انتحاریانو او د افراطی فکرونو په ملاتړ صادر شوې او دوي ته یې زیان رسولې او خپل ژوندیې له لاسه ورکړې دي.
3962089