IQNA

پاکستان کې د قرآن کریم خطی نسخو رمضانیه نندارتون

11:13 - April 28, 2021
د خبر لمبر: 3484267
تهران (ایکنا) - د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ایران د کلتوري سازمان په همکارۍ سره د رمضان د میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د خطی نسخو نندارتون ترسره کېږي.
دا نندارتون د رمضان المبارک د میاشتې په مناسبت له سبا د زیارت د ورځې په راولپینډۍ کې د ایران د کلتوري سازمان په مرسته پيل کېږي او د رمضان المبارک د میاشتې تر پای به دوام ولري.
دا ننداتون حضوري دی او په هغې کې موجود خطی نسخې د ایران او پاکستان د فارسي څیړنې مرکز ګنج بخش د کتابتونون خطی برخې نسخې نندارې ته وړاندې کېږي. 
د دې نندارتون اهداف د پاکستان او ایران فارسي تحقیقاتو په مرکز کې موجود د قرآن کریم د خطی او ځانګړو نفیس نسخو له بیلابیلو ټولنیز ټولګي آشنایی او له قرآن کریم سره الفت او انس او د معنوي فضا جوړونو لپاره د قرآن کریم د کلتور او مفاهیمو وده او پرمختګ دی.
په دې نندارتون کې وړاندې شوي آثار د قرآن کریم له اصلي خطی ۷۰ نسخو ته شامل دی چې ځنیې له هغو د فارسي ترجمې سره دي.
3967661
captcha