د پاکستان د خیبرپختونخوا ولایت په پېښور ښار کې د ایران کلتوري سازمان لخوا د قرآن کریم سیالۍ د تجوید، حفظ او له سوره اسراء او حجرات پوښتنې او ځوابونه په دریو برخو کې له سبا تر دوو ورځو په موده پيل کېږي.
دا سیالۍ د خیبرپختونخوا ولایت په کچه ترسره کېږي او د سیالۍ بریالو ته به د جمعې په ورځ له لمانځه وروستو نقدی جایزې ډالۍ کېږي.