IQNA

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قضایي قوې له چارواکو سره

ټاکنې حماسه وه، د دښمنانو هیلي په معیشتي ستونزو، د صلاحیت احراز او کرونا سره پوره نه شوې

18:41 - June 28, 2021
د خبر لمبر: 3484390
تهران(ایکنا) - حضرت آیت الله خامنه ای د قضایی قوې له مشر او چارواکو سره په کتنه کې د ۲۸ خرداد په انتخاباتو کې د خلکو واقعی کډون په نمانځنه سره وویل: خلکو د اقتصادي، کرونایي او نورو ځنیو ستونزو په شتون سره بیا هم په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د دښمنانو څو میاشتنۍ دسیسې ګډې وډې کړې او په انتخاباتو کې د اصلي ګټونکو په توګه، ماتې او ناکامی یې د ایران د دښمنانو او پورې اړونده عناصر ته ډالۍ کړه.
د اسلامي انقلاب معزز رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د دوشنبې په ورځ د ایران د عدلیی د قوې له چارواکو سره په لیدنه کې د ټاکنو څخه د خلګو د نه ګډون په موخه د زرګونو تبلیغاتي رسنیو منجمله امریکایي او انګلیسی او د ځینو مرتجعو هیوادونو رسنیو د یو شمېر خائنو عناصرو په کارولو سره پروپاګنداوې بې مخینې وبللې او زیاته یې کړه: هغوی په ځینو پلمو سره لکه معیشتي ستونزې او یا ځینې پېښې چي وروسته رامینځ ته شوې لکه د صلاحیتونو په تائید او یا هم عدم تائید هیلي تړلي وي.د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای په لیدنه کې د دې په بیانولو سره چي د چنګښي د اوومي نیټې د جنایت عاملینو د ۷۲ وتلي شخصیتونو په وژلو سره د ایران د ولس په حق کې ستره جفا کړې، وویل: هغه قاتلین چي په خپلو جنایتونو اعتراف کړي نن سبا د بشري حقونو په ادعا کوونکو هیوادونو کې اوسي او په ازاده تګ او راتګ کوي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: فرانسه او نور اروپایي هیوادونه په داسي حال کې چي د بشري حقونو د ساتنې ادعا کوي په ولسي جرګو کې ترهګرو ته د تریبیون په ورکولو او له هغوی څخه په ملاتړ سره نه شرمیږي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کرونا مساله او په شمېرنو کې د هغه د ۱۰ سلنه اثراتو ته په اشارې سره زیاته کړه: د دغو ټولو مسالو سره سره خلګ له جوښ او خروښ نه په ډکو صفونو کې د سهار په لومړنیو ساعتونو کې یوه ستره حماسه رامینځ ته کړه او د بندیزګرو، دښمنانو او مخالفانو په مخ څپېړه ورکړل.
هغوی د ټاکنو په بهیر کې ځینې پېښې د عبرت او د تجربې چینه وباله او ویې وویل: په ټاکنیزو سیالیو کې د سلیقو ډول ډولوالې ښکاره شول، په عین حال کې ټول محترم نوماندان د دښمنانو د هڅو په اپوټه په دې مساله کې یو واحد نظر لرل هغه دا چي د هیواد اقتصادي ستونزې د حل لاري لري او کوم بن بست شتون نه لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امریکې په ټاکنیزو سیالیو کې د نوماندانو سپک چلند او د یو بل سپکاوی ته په اشارې سره ووول: امریکایان غوره سرمشق نه دي په دې خاطر په سیاسي مسالو کې باید دادب، اخلاق، شرعي حدودو په رعایتولو او له سپکاوی پرته خبرې وشي نه دا چي د امریکایانو د سپکاوی او د ټرامپ لاره په مخه واخیستل شي.
حضرت ایت الله خامنه ای د ایران د ټاکنو په اړه د یو امریکایي چارواکو وېنا ته په اشارې سره وویل: د امریکا ټاکنې د ټولي نړۍ په نظر کې وران شوې، اوس هغم هغه ورانوونکې څو میاشتې وروسته بیا د ایران په ټاکنو نیوکې کوي په داسي حال کې چي هغوی په هغه ورانی سره باید د ټاکنو  د لفظ له یادونې هم ډډه وکړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګه شهید ایت الله بهشتي یو متفکر عالم، انډیال، وتلی حقیقي انقلابي شخصیت، مومن او کارنده وباله او زیاته یې کړه: شهید بهشتی د سخت کار د بنیاد یعني د اسلامي قضایي قوې په جوړولو او د اساسي قانون په تدوین کې په رول لوبونې سره د ایران په ولس ستر حق لري چي دغه حق باید وپېژندل شي او پرځای شي.
هغوی د منافقینو له لوري د ایت الله بهشتي او د ۷۰ تنو وتلو شخصیتونو ټرور ته په اشارې سره وویل: هغه قاتلین چي په خپلو جنایتونو اعتراف کړي نن سبا د بشري حقونو په ادعا کوونکو هیوادونو کې اوسي او په ازاده تګ او راتګ کوي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: فرانسه او نور اروپایي هیوادونه په داسي حال کې چي د بشري حقونو د ساتنې ادعا کوي په ولسي جرګو کې ترهګرو ته د تریبیون په ورکولو او له هغوی څخه په ملاتړ سره نه شرمیږي چي حیرانوونکې خبره ده.
3980545
captcha