IQNA

د پاکستان هیڅ یو ه چارواکي اسرائيلو ته سفر نه دی کړی

15:32 - June 29, 2021
د خبر لمبر: 3484392
د پاکستان هیڅ یو ه چارواکي اسرائيلو ته سفر نه دی کړی
تهران(ایکنا) -د پاکستان حکومتي ،سیاسی او مذهبی شخصیتونو په کرتو وئیلي دي ، صهیونیسټ رژيم هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني او د مظلوم فلسطیني ملت په ضد صهیونیسټانو جنایتونه د انسانیّت په ضد او نسل وژنه ده .

دپاکستان حکومت دفلسطین نیواکي ټاټوبو ته د دپاکستان د لومړي وزیر د ځانګړی سلاکار ذوالفقار علی بخاري یا هماغه زلفی بخاري  دسفر په باب د ځينو رسندویو له خوا شوي ادعاګانې ګمراه کونکي بللي دي  .

  د پاکستان خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي د صهیونیسټ رژيم په ضد  د پاکستان په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی  او هماغه ډول چې  په کرتو وئيل شوي دي ،اسلام اباد  د فلسطین خپلواکه هیواد پر جوړیدا او د قدس شریف  د پلازمینې په توګه پر ټاکلو ټینګار وي .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،پاکستان یو خپلواکه حکومت لري او له هیچا هیڅ ډول ډیکټیشن   نه اخلي  .

د پاکستان حکومتي ،سیاسی  او مذهبی شخصیتونو  په کرتو وئیلي  دي ، صهیونیسټ رژيم  هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني  او د مظلوم فلسطیني  ملت په ضد  صهیونیسټانو جنایتونه  د انسانیّت په ضد  او نسل وژنه ده .

parstoday.com

captcha