د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي ، د افغانستان ، ایران ، او پاکستان د خارجه وزیرانو د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو وړاندیز مطرح کړی ، چې د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر ئې په هرکلي سره تائيد کړی دی .
محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان له خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره په کتنې کې د درو واړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو دپراختیا او د سولې د بهیر لپاره دسیمه ایزې اجماع پر اهمیّت په ټينګار سره ددغې غونډې دترسره کیدا پلان مطرح کړی دی .
حنیف اتمر دسولې د بهیر د بریالیتوب په باب ددغې غونډې ترسره کیدا ګټه وره بللې او د ایران او افغانستان ترمینځ ئې د ګډ اقتصادي کمیشن د شپږمې غونډې پر جوړیدا هم ټينګار کړی دی .
دا یران اسلامی جمهوریت په تیر یوه کال کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا او دجنګ له ختمیدا سره دمرستې د سیاست په چوکاټ کې ، د افغانستان له حکومت طالبانو او د پاکستان پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره په دې زمینې کې دوامدارې او اغیزشیندونکي مشورې کړي دي .
په همداوروستیو کې د افغانستان په چارو کې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان پاکستان او افغانستان ته په سفر کې ، د افغانتسان د وروستیو بدلونونوپه تیره بیا دسولې د موضوع دترټولو وروستي بهیر په باب د اسلام اباد او کابل له چارواکو سره دنظر تبادلې کړي دي .
د افغانستان د بحران د حل لپاره د کابل ،تهران او اسلام اباد د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو لپاره د ایران له پلانه د افغانستان د خارجه وزیر تود هرکلی ښئ چې دغه وړاندیزي پلان د افغانستان د بحران د حل لپاره دسیمه ایزې اجماع جوړونکي ظرفیّت ته په پام سره ، ددغه هیواد دچارواکو له نظره قانع کونکی دی .
په قطر کې د ۲۰۲۰کال له ستمبر میاشت راهسې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې دخبرواترو د پیلیدا له هماغه پیل راهسې تل د کابل چارواکو ، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا دملاتړ ل او له تاؤتریخوالو د لاس په سرکیدا ته دطالبانو داړباسلو لپاره دسیمه ایزې اجماع درامینځةکولو په ضرورت ټينګار کړی دی .
په همدې اساس ، هر هغه پلان چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د لازیاتو سیمه ایزو ملاتړونو او اجماع له رامینځةکیدا سره مرسته کولی شي ، په پریکنده توګګه ددغه هیواد دچارواکو له تاؤدۀ هرکلی سره مخ کیږي .
ایران او پاکستان ، دافغانستان لپاره دوه مهم او سټراټژیک ګاونډي هیوادونه حسابیږي ، چې د سولې او آرامښت له ټينګیدا او د جنګ له ختمیدا سره په مرستې کې د دوي رول ډير اهمیّت لري .
سره له دې چې افغانستان له پاکستان سره د سرحدي اختلافاتو ، پشمول په مختلفو دلیلونو پخپلو کې پخواني تاؤتریخوالي لری ، خو دکابل چارواکي تل دځپل هیواد دبدلونونو پر بهیر د اسلام اباد رول ډير اغیزشیندونکی ګڼي او په دې ډګر کې ئې د پآکستان د شفافې اوصادقانه مرستې غوښتنه کوي .
په افغانستان کې دبحران دحل لپاره دپاکستان او افغانستان دحکومتونو له خصوصي استازو سره د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو لپاره د ایران وړاندیز، د ویې سیمه ایزې غونډې ترسره کولو ته د اسلامی اباد د واردولو او ددغې ناستې د فیصلو اجرا کولو ته د پابند کولو په دلیل ، دکابل دچارواکو لپاره ډير اهمیّت لري .
د افغانستان په چارواکو کې دغه لیدتوګه شته چې که پاکستان د څو اړخیزې ناستې په چوکاټ کې یا دسیمه ایزې ناستې په ترسره کولو کې په افغانستان کې دسولې دبدلونونو له بهیر سره د مرستې موضوع ته وارد شي ، نو ددغې غونډې د فیصلو او ژمنتیاؤ داجرا او د کابل په وړاندې دخپلو سیاستونو دسفافوالي لپاره لازیات ضرورت لري .
دهمدغه شان کړچار په اساس ده چې دافغانستان خارجه وزیر ، د افغانستان په چارو :ې داسلامی ایران دځانګړي استازي د پلان ،په افغانستان کې د سولې له ټینګیدا سره د مرستې په باب دپاکستان لپاره د ګډون کونکي ماهیّت او ژمن کیدا په دلیل بشبړ ملاتړ کړی دی .
parstoday.com