IQNA

بایډن دافغانستان په اړه د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه

15:54 - July 03, 2021
د خبر لمبر: 3484397
تهران(ایکنا) -وروسته یوه بل خبریال هڅه وکړه چې د همدې موضوع په اړه له بایډن څخه پوښتنه وکړي، بایډن یې خبرې ودرولې، ویې ویل«زه نه غواړم چې د افغانستان په اړه نورې خبرې وکړم.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه مهال د خبریالانو د خبرو په منځ کې ورولوېد چې له افغانستان څخه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ورڅخه پوښتنې وکړې.

بایډن وویل، غوره ګڼي چې د خوشالوونکو مسلو په اړه وږغېږي.

ده هڅه وکړه چې په امریکا کې د کار د نویو فرصتونو د پیدا کېدو په اړه پر راپور خبرې وکړي چې خپور شو.

بایډ‌ن د افغانستان په اړه لومړیو دوو پوښتنو ته ځواب ووایه، ویې ویل چې ځواکونه په منظم ډول وځي او تر سپټمبر پورې به ټول وتلي وي.

 خو کله چې یوه خبریال هڅه وکړه چې د دې موضوع په اړه دریمه پوښتنه وکړي، بایډن یې په خبرو کې ورولوېد، ویې ویل « زه غواړم چې د خوشالوونکو چارو په اړه خبرې وکړم.»

خبریال بیا هم پوښتنه وکړه خو بایډن ځواب ورنه کړ.

بایډن د دوهمې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکا پوځ به له لېرې تر یوه حده هڅه وکړي خو اصلي مسوولیت د افغان امنیتي ځواکونو دی چې د خپل هیواد امنیت باید په خپله وساتي.

وروسته یوه بل خبریال هڅه وکړه چې د همدې موضوع په اړه له بایډن څخه پوښتنه وکړي، بایډن یې خبرې ودرولې، ویې ویل«زه نه غواړم چې د افغانستان په اړه نورې خبرې وکړم.

parstoday.com

captcha