تهران(ایکنا) -د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د اتو هیوادونو کنسولګرۍ بندي شوي دي.

د بلخ والی محمد فرهاد عظیمي رسنیو ته وویل چي یادي کنسولګرۍ د خپلو سفیرانو سره د سلامشورو لپاره کابل ته تللي دي.
په مزاره کې د سیاحتي شرکتونو مسئول سید کاظم وویل: ځینې هیوادونه منجمله قزاقستان، ترکیه او پاکستان د امنیتي اندېښنو د امله یې خپلي کنسولګړۍ بندي کړي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د ناامنیو مخکې په بلخ کې د ایران په کنسولګرۍ کې د ورځې ۲۰۰ ویزې صادرېدلې.