IQNA

ظریف د احمد جبرئیل د مړینې په هکله تسلیت ووایه

15:34 - July 08, 2021
د خبر لمبر: 3484406
تهران(ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهۍ د مشر د مړینې په مناسبت تسلیت ووایه .

جواد ظریف په یوه (۱) پیغام کښې وویل د فلسطین مظلوم ملت ستر مجاهد او مبارز له لاسه ورکړ چې خپل ژوند یې د قدس شریف د ازادۍ لپاره په مبارزې کښې تیر کړ .

د ایران خارجه وزیر په خپل پیغام کښې د احمد جبرئیل د مړینې په هکله د هغه کورنۍ او د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهې مشرانو او غړیو ته تسلیت ووایه .

احمد جبریل په درې اتیا (۸۳) کلنۍ کښې په دمشق کښې په یوه (۱) روغتون کښې وفات شو .

احمد جبرئیل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په هکله په خپلې وینا کښې ویلي و د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه وتوانید اسلامي دنیا له خوبه راویښه کړي او مسلمانانو ته نوی ژوند وروبخښي .

د ایران نورو ډیرو حکومتي چارواکو او مذهبي شخصیتونو هم د فلسطین د ازادۍ لپاره د  خلق جبهې د مشر احمد جبرئیل د مړینې په هکله تسلیت ویلی دی .

parstoday

captcha