IQNA

په پاکستان کې د جامعه المصطفی العالمیه په نمایندګۍ کې دقرآني سیالیو کې اتیاؤ دیني مدرسو او مرکزونو ګډون درلودلی

21:25 - July 14, 2021
د خبر لمبر: 3484427
تهران(ایکنا) -د پاکستان پنځوسو دیني مدرسو او دیرشو قرآني مرکزونو په دغو سیالیو کې ګډون کړی او هغو استاذانو چې ددغو سیالیو داؤران وو ،دپآکستان ۲۲ښارونو ته سفرونه کړي دي .

ایکنا خبری اژآنس راپور راکړ ،په پآکستان کې د جامعةالمصطفی د نمایندګۍ مرستیال سید خاور عباس وئیلي دي ، په دغو قرآني سیالیو کې چې دیارلسم ځل ترسره شوي ، د پااکستان کابو اتیاؤ دینی مرکزونو او مدرسو طالب علمانو پکې ګډون کړ ی دی .

هغه وئيلي دي ، دغه سیالۍ په قم کې د حامعةالمصطفی العالمیه دحدیث اوقرآن له اولمپیاد سره په یووخت د ۲۰۲۰ کال دجنورۍ له لومړنیو راهسې پیل شوي او په دوو شفاهي او کتبي برخو کې ترسره شوي دي . په کتبې برخې کې ئې دقرآڼ کریم او حدیث تفسر ، نهج البلاغه او صحیفه سجادیه ځانګړنو په باب هم سیالۍ شوي او په شفاهي برخې کې هم دقراءت ، ترتیل او دقرآڼ حفظ چارې شاملې وې .

سید خاور عباس روښانه کړې ده ، ګډون کونکو ته همداراز جایزې هم ورکړل شوي او دګډون کونکو ډيره حوصله افزائي ئې کړې ده .

3984067

captcha