IQNA

جوزف بایډن دې دبشری حقوقو په خلاف ورزی کونکو وسلې نه پلوري

23:18 - July 24, 2021
د خبر لمبر: 3484457
تهران(ایکنا) -دا په داسې حال کې د ي چې د جوبایډڼ حکومت ژمن شوی و چې د بشری حقوقو موضوع به د امریکا دبهرنی سیاست په سر کې وي .

د بشری حقوقو دفاع کونکي ادارې  دامریکا  له ولسمشر جوزف بایډن څخه غوښتي دي ، د مصر او صهیونیسټ رژيم پشمول  دبشری حقوقو په خلاف ورزي کونکو دې د  وسلو پلورل ودروي .

 په واشنګټن کې د بشری حقوقو ددفاعي ادارې  نماینده  الیسا اپسټیّن  ددې  خبرې په کولو سره چې  د جوبایډن حکومت  دخپلې ولسمشرۍ  په لنډې مودې کې  د وسلو په پلورو له نیوکو سره  مخامخ شوی دی ،ووئیل ،  دغه حکومت نیّت لري ،  دبشری حقوقو په خلاف ورزي کونکو ،یعني فلیپین ، مصر او صهیونیسټي رژيم وسله خرڅه کړي  او په جون کې  ئې کانګرس ته پر فلیپین  هیواد د دوه اعشاره پنځه میلیارډ ډالرو په ارزښت  دوسلو  د خرحولو لپاره  د خپل پروګرام په باب خبرتیا هم وړاندې کړې ده .

اپستیّن  ټينګار کړی ،  په فرورۍ میاشت کې  هم امریکا  په مصر د یو سل اوه نوي میلیون ډالرو په ارزښت  دتوغندي دخرڅلاؤ  پروګرام تصویب کړی او  د همدغه کال په مئ میاشت کې   هم راپور شوي چې  ا مریکا  د غزې تړانګې باندې  دنیواکګر صهیونیسټي رژيم د وروستیو یرغلونو په  شپو ورځو کې په نیواکګر صهیونیسټي رژيم باندې د اوه سوه پنځه دیرش میلیون ډالرو په ارزښت دو سلو  خرڅول تائيد کړی دي .

داپه داسې حال کې د ي  چې  د جوبایډڼ حکومت ژمن شوی و چې   د بشری حقوقو موضوع به د امریکا دبهرنی سیاست  په سر کې وي . 

parstoday.com

captcha