
ایکنا خبری آژانس د موازین نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، د نجف اشرف ګورنر لؤی الباسري په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،دغه ولایت دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو دشهادت د کلیرې د دستورو د ترسره کولو لپاره ټوله تیاریانې کړي چې په سر کې ئې دوه امنیتی اوروغتیائي پلانونه دي .
هغه زیاته کړې ده ، په روغتیائي پلان کې له کرونا منحوس ویروس سره د مقابلې روده شامله ده چې خطره ئې له ترهه ګرۍ په څير له خطرو کمه نه ده ، له دې امله مو هڅه کړې ،چې طبي او روغتیائي ټیمونه او همداراز امنیتی لوري د روغتیا او سلامتیا د ملی کمیټې د پروټوکولونو د هر ډول خلاف ورزیو د څارنې لپاره تیار دي او په دې اړه ئې بشپړ ډاډ هم ترلاسه کړی دی او له خلاف ورزي کونکو سره به جدي چلند وکړي .
دنجف اشرف ګورنر وئيلي دي ، دامنیتی پلان په باب ، هم تر تعقیب لاندې کسانو د څارلو لپاره پر وارمخکې عملیاتو سربیره ، ، ولایت په څو امنیتی حوزو ویشل شوی دی . هغه زیاته کړې ، صحرائي سیمې او دنجف اشرف شاوخوا دښنې به د پوځ او الحشد الشعبي ځواک کنډکونه په بشپړ ډول وساتي او په تیره بیا دنجف اشرف په امنیتي پلان او د ولایت په صحرائي سیمو باندې په مسلط کیدا کې الحشد الشعبي ځواک ستر رول لري .