IQNA

ایران به د ثبات لپاره چې د افغانستان د نن ورځې لومړی ضرورت دی، هڅه وکړي

17:39 - August 16, 2021
د خبر لمبر: 3484531
تهران(ایکنا) -له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.

د ولسمشرۍ د دفتر د ننني راپور له مخې، ولسمشر سید ابراهیم د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنه کې امنیت ، ثبات او هوساینه د افغانستان د خلکو حق وباله او وې ویل: ایران به په افغاستان کې د کراري د ټینګولو لپاره چې د ننني افغانستان تر ټولو لومړی ضرورت دی هڅه وکړي او د ورور او ګاونډي په توګه ټولې ډلې ملي توافق ته رابولي.

د اسلامي ایران ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې  اسلامي ایران په دې باور دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو د ارادې واکمنېدل همېشه په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګیدو سبب شوې وویل: ایران د دغه هیواد بدلونونه په ځېرتیا سره څاري  او له افغانستان سره  د ګانډیتوب په اړیکو پابنده دی.

 رییسي وویلی:  له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.

captcha