IQNA

د جرمنی مسلمانان د سترمنو میرمنو په ضد له توپير سره دمقابلې لپاره هڅه کوي

21:18 - September 01, 2021
د خبر لمبر: 3484579
تهران(ایکنا) - د جرمني مسلمانان په اروپا کې د تر ټولو سترې لږکي په توګه ،څو لسیزې کیږي ، چې د درز او نفرت اچونې له امله له ډول ډول توپير او جرمنو سره مخامخ ده ، په عین حال کې هماغه شان په حقوقي مبارزې سره ، او په رسندویو کې دفعالیتونو له لارې هڅه کوي ، خپلو اساسی حقوقوته ،یعني د پوښښ اوستر په ټاکلو او ددیني شعایرو په آزاده توګه په ترسره کولو کې خپلو اساسی حقوقو ته ورسیږي .

ایکنا خبری اژآنس د الجزیره له قوله راپور  راکړ ،  دغه خبری سایټ ،  پّ وروستیو څو لسیزو کې  ددغه هدفمند توپير  په ضد  د مسلمانانو د نه ستړیکیدونکي  مبارزې  او د جرمني په قوانینو کې  دسترمنو  میرمنو په ضد د توپير په باب  د  مالیا بوعطیه په قلم سره  لیکلي دي ،  سږکال   اولمپیک لوبې  په یوسل پنځویشت کلن تاریخ کې  ددغې پيښې دتر ټولو مخکښ پړاؤ په توګه ئې هرکلی شوی دی .  ددغو لوبو  له پيلیدا  مخکې د رسندویو  لومړني تبلیغات او پروپيګنډې  په دې واقعیَت متمرکزې وې  چې  د یونان په آتن کې په ۱۸۹۶کال کې  د اولمپیک د لوبو  او سیالیو  د پيلیدا له وخت څخه تر دې دمه بې مخینې  دي . خو د  جرمني د ځینو سترمنو  انجونو لوبغاړو په لوبو سره چې  په بشپړ توګه ئې د بدن په پوښښ سره په دغو لوبو کې برخه اخستي ، رسندوئې او دغه راز ئې نور تبلیغاتي  ادارې حکې بکې پاتې کړي دي .

څه دپاسه  پنځلسو کاله کیږي ، چې  دجرمني  مسلمانې میرمنې د فیډرل  ایالت او ځاي چارواکو په هدفمنو هلوځلو سره د هغه څه  دټاکنې لپاره کولی شي او نه ئې  شي کولی   په عمومي ځایونو کې  ستر وکړي ،  مبارزه کوي ، مونږ باید  دغه اوږده مبارزه  دجرمني عمومي خلکو غوږونو ته ورسوو،  او په دې باب چې   څرنګه  درستې میرمنې  د خپل لباس د  ټاکلو دحق  وړ دي ،باید  صادقانه بحثونه   ورباندې  وشي .

https://iqna.ir/fa/news/3994188

captcha