IQNA

ایران د درستو ګاونډیانو امنیت خپل امنیت ګڼي، او نتیجه لرونکي خبرې اترې کوال غواړي

16:27 - September 05, 2021
د خبر لمبر: 3484592
تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د ایران ولس ته په خپلې لومړنۍ ټیلیویژني وینا کښې څرګنده کړه: تراوسه مې د مختلفو هیوادونو له مشرانو سره له پنځوسو زیاتې غونډې او تماسونه لرلي دي او په دغو خبرواترو کښې مې له هیوادونو سره په تعامل باندې ټینګار کړی دی.

ایکناخبري آژانس د ایسنا له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي په ژوندۍ بڼه خپریدونکې دغه ټیلیویژني وینا کښې د افغانستان وروستیو بدلونونو ته اشاره وکړه او ويې ویل: د افغانستان حل لاره د خلکو په رایو سره د حکومت جوړیدل او په دغه هیواد کې د خلکو د ارادې واکمنیدل دي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران تل د سولې، کراري، ثبات  او د افغانستان د ولس د ارادې او غوښتنې د واکمنیدو په تکل کښې پاتې شوی دی، ووئيل ؛ په دغه هیواد کښې د خلکو په رایو سره جوړ شوی حکومت له ایران سره ښه اړیکه لرلی شي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په تیرو کلونو کښې له ډیرو زیانونو سره مخامخ شوي دي، څرګنده کړه: د افغانستان بحران  وښودله چې د امریکایانو شتون نه یوازې په هیڅ ځاې کښې امنیت نه رامینځته کوي بلکې د امنیت د لارې خنډ هم ګرځي.

آیت الله رئیسي د ایټمي مذاکراتو په هکله هم وویل، مذاکره او خبرې اترې د ډیپلماسۍ اوزار دي او ایران ترې ډډه نه کوي خو لویدیځ او امریکا ،له دباؤ سره د مل خبرواترو په لټه کښې دي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په ایران باندې دباؤ اچولو هیڅکله ګټه نه ده کړې او لویدیځوالو دغه کار په ځلونو آزمایلی دی، څرګنده کړه: له دباؤ او ګواښ سره مل خبرې اترې نه منو او د ایران د حکومت د خبرواترو چورلیز د ایران د ولس ګټې او د بندیزونو بشپړ ختمیدل دي او له دې به یو قدم هم شاته نه شو.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/06/13/2565987

captcha