IQNA

د احمدشاه مسعود دشهادت د کلیزې په موقع دافغانستان په کابل کې امنیتی تابیاوې زیاتې شوي  

17:01 - September 09, 2021
د خبر لمبر: 3484606
تهران (ایکنا)-  په داسې حال کې  چې نن د افغانستان دملی اتل  احمد شاه مسعود شلمه کلیزه ده د هغه د شهادت له کلیزې سره هممهاله طالبانو په کابل کښې سختې امنیتي تابیاوې غوره کړې دي.

ایکنا خبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ د افغانستان  طالبانو  ددغه هیواد په پلازمینې کابل کښې په داسې حال کې چې  نن د دغه هیواد ملی اتل احمد شاه مسعود دشهادت شلمه کلیزه ده ، د خپلو امنیتي ځواکونو شمیر زیات کړی  او د دوي  امنیتي ماموران په کابل کښې د خلکو په تیره بیا د موټرسایکل چلونکو تلاشۍ اخلي

راپور ښئ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې وروستیو کښې په هیواد کښې د هر ډول مظاهرو  او لاریونونو  په ترسره کولو بندیز لګولی دی.

په شیرِ پنجشیر مشهور احمد شاه مسعود پخوا د افغانستان دفاع وزیر و چې په ۲۰۰۱ کال کښې یې د دغه هیواد په شمال کښې د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومنداني کوله. احمد شاه مسعود په امریکا کښې د ستمبر د یولسمې له پیښې دوه ورځې مخکښې په تخار ولایت کښې په القاعدې پورې د اړوندو کسانو په ځانمرګي برید کښې شهید شوی و.

داپه  داسې حال کې دي چې نن سبا د احمد شاه مسعود زوې احمد مسعود د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومنداني په غاړه لري او د افغانستان  په پنجشیر ولایت کښې له دغې ډلې سره جنګیږي.

https://www.farsnews.ir/news/14000618000520

captcha