IQNA

په جرمني کې له دین او قرآڼ سره بلدتیا او ټولنیز چینلونه ،مسلمان روحانیون او پادریان څه وائي ؟

17:01 - September 13, 2021
د خبر لمبر: 3484620
تهران (ایکنا) -ټولنیز چینلونه نن سبا د هرې ورځې په ژوند کې ډير زیات کارندوالي پيدا کړي دي.پر دې اساس عجیبه خبره نه ده چې  روحانیون هم پرخپلو مخاطبانو دلازیاتو اغیزو شیندنې لپاره،د اینسټاګرام ،یو ټیوب او ټویټر په څير له پلیټ فارمونو استفاده کوي .

ایکناخبری اژانس د هسن شو له قوله راپور راکړ،ټولنیز چینلونه نن سبا،ډير کارندوالی لري ددې یو مثال داچې یوه ډله کسان د خپلو محصولاتو  دتبلیغ لپاره  له ټولنیزو چینلونو استفاده کوي او ځینی نور  خپل اعتقادات او نظرونه،ددغو چینلونو په وسیله لاپراخوي . پر دې اساس عجیبه خبره  نه ده  چې دینی روحانیو هم پر خپلو  مخاطبانو باندې د لازیاتو اغیزو لپاره  له سوشل میډیا  او مختلفو چینلونو او ویب پاڼو  استفاده  کوي .

په وروستیو کلونو کې دا چاره  دجرمني په شمول په ډيرو اروپائي هیوادونو کې ډیر رواجونه پیدا کړي دي . په فرانکفرټ  د نور جومات  امام امتیاز شاهین  او په دارمشتت کې د انجیلي کلیسا َښځینه پادري جسیکا هام،هغه کسان دي چې خپلو مخاطبانو ته دخپل پيغام د رسولو لپاره له  ټولنیزو چینلونو استفاده کوي .دوي  پخپلو پاڼو  کې د قرآن کریم  د آیتونو او دمسیحیانو دمقدس کتاب آیتونه خپروي ، د ریډیکلیزم  په ضد یعني د  افراط پالو  افکارو په ضد ویناوې کوي  او له خپلو مخاطبانو سره  خپل ارتباط په منظم ډول ساتي .

ښځینه پادري جسیکا هام دهرې اونۍ په سه شنبې ورځې دانجیلی کلیسا پیروکارو لپاره له مقدس کتابه ځيني ایتونه لولي او بیا خپلو دغو مخاطبانو سره یو ځاي دعا هم کوي .هغه باؤري دی چې  له ټولنیزو چینلونو څخه   ځوانانو ته د خداوند متعال په درګاه کې د شکر کونې  زده کړې ورکولی شي .  

 البته په دې مینځو میان کې ځيني  کسان هم شته چې  په اینسټاګرام  پاڼې کې په منفي نظرونو خپرولو او د نفرت په خورولو سره  هڅه کوي  د جسیکاهام پادري  په کار کې  خار پار واچوي . ځیني منفي  نظرونه ډير خوابدې کونکي دي ، خو تاسو  له هغو کسانو سره چې  خپلې عجیبه  لیدتوګې وړاندې کوي  بحث نه شئ کولی .    د  فرانکفرت  د نور جومات د جماعت امام امتیاز شاهین  هم د ا نجیلی  کلیسا له پادري سره  ورته تجروبه لري . هغه په  نور جومات کې پخپل دفتر کې  کیني  او داینسټاګرام  د پاڼې لپاره  مناسب پسټونه او پیغامونه   برابروي  او  خپل نظرونه او  په زړه پورې آیتونه او حدیثونه  خپلو مینه والو  ته وړاندې کوي .

 https://iqna.ir/fa/news/3997179

captcha